SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت سره د ICRC موسسې مرسته

1401-01-09


درېنۍ 26 شعبان 1443

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت سره د ICRC  ( د سره صلیب نړۍوالې کمېټې) دفتر د مرستو په لړ کې، د اوبو رسولو شرکت د لنډمهالو پروژو تمويل څرنګوالي او د بېړنيو اړتياوو په اړه ناسته ترسره شوه.

په پیل کې، د شرکت تخنيکي چارسمبال او عملياتي رئیس ښاغلي انجنیر میرویس نظيمي د سره صلیب استازو ته د ښه راغلاست ویلو او د دې موسسې له همکاريو څخه د مننې ترڅنګ، د شرکت د اوبو توليد کچې ډېرښت څرنګوالي او عوایدو لوړاوي، د ضایعاتو کمښت اوهېوادوالو ته د څښاک پاکو اوبو وېش، او د اوبو د کیفیت او وېش وخت ډېرولو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل، او هم یې د شرکت لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونه توضیح کړل.

ورپسې، د  ICRC موسسي استازي ښاغلي احمد قزويني ژمنه وکړه، چې د شرکت پلان سره سم به د اوبو رسولو شرکت لنډمهالې پروژې او بېړنۍ اړتیاوې تمويل او پلي کړي.

د ناستې په پای کې، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې استازو د اوبو رسولو شرکت لوګر پروژې له پمپ سټېشن او ذخېرو څخه ليدنه وکړه.