SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د کابل ښار اوبو رسولو اتو زونونو آمرينو سره د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس لیدنه

1401-03-03


دونۍ 3 غبرګولی 1401

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنير نعمت الله احمدي د کابل ښار اوسېدونکو ته د څښاک پاکو اوبو توليد او وېش ډېرولو، د اوبو د ککړتیا څخه د مخنيوي، د ناقانونه پېرودونکو پېژندلو، د عوایدو راټولو او د زونونو د تخنيکي ستونزو هوارولو په موخه، د کابل ښار اوبو رسولو اتو زونونو آمرينو سره د دې ریاست د ګوهر شاد بېګم په تالار کې وليدل. په دې غونډه کې د کابل زون اوبو رسولو رئیس، مرستیال او عملیاتي آمر هم ګډون درلود.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. د ښاري اوبو رسولو لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي ګډونوالو ته د هرکلي ویلو ترڅنګ وویل: د څښاک پاکو اوبو په برخه کې د هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه او د لا غوره چوپړونو وړاندې کولو لپاره د تخنيکي ستونزو هواری، د اوبو رسولو شرکت دنده ده. د هوا په ګرمېدو سره، څښاک پاکو اوبو ته د پېرودونکو اړتياوې ډېرېږې؛ نو د اوبو رسولو شرکت اړ دی، چې خپل چوپړونه لا ډېر کړي. نوموړي د اوبو رسولو ستونزو هوارولو، د عوایدو راټولو، د اوبو د ککړتیا څخه د مخنيوي او د ناقانونه پېرودونکو پېژندلو په برخه کې د کابل ښار اوبو رسولو زونونو له ټولو آمرينو څخه د لا ډېرو هڅو غوښتنه وکړه.

ورپسې، د کابل اوبو رسولو زون عملیاتي آمر ښاغلي قاضي امین الله او د کابل ښار اوبو رسولو زونونو آمرينو په خپل وارسره ستونزې، وړانديزونه، اندونه او غوښتنې وړاندې کړې. نوموړو د کابل ښار اوسېدونکو ته د اوبو رسولو په برخه کې د لا ډېرو هڅو ژمنه وکړه.

په پای کې د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس وویل: زمونږ هېواد وروسته له 40 کلونو جګړو او ناامنيو، له ستونزو څخه خالي نه دی، په هېواد کې د امنيت په ټينګښت سره، اړينه ده چې په ترقۍ او پرمختګ کې یې هڅه وکړو. همدا راز نوموړي د کابل ښار د اوبو رسولو زونونو آمرينو د ستونزو، نظریاتو او وړانديزونو اورېدلو وروسته، د دوی د ستونزو د هوارولو په موخه اړوندو مسؤلينو ته لازمې لارښوونې وکړې.