SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو شرکت اجرائي پلاوي غونډه ترسره ش...



د اوبو رسولو شرکت اجرائي پلاوي غونډه ترسره شوه.

1401-02-27


یونۍ 27 غویي 1401

د اوبو رسولو شرکت اداري پلاوي غونډه، د ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي په مشرۍ او د شرکت مرکزي رئیسانو او آمرينو په شتون کې ترسره شوه.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د هېواد په سطحه د اوبو رسولو شرکت ټولو زونونو مسؤلينو د لومړنۍ غونډې د جوړېدو په اړه خبرې وکړې. د ګډونوالو د نظرونو له اورېدو وروسته یې لازمې لارښونې وکړې.

ورپسې، د شرکت مرکزي رئیسانو او آمرينو په خپل نوبت سره په اجنډا کې شاملې لکه د کارکوونکو ارزونه، د پېرودونکو پورونه، د عوایدو په راټولولو کې اسانتیاوې، د پورونو په راټولولو کې له جريمو څخه معافیت او نورې بېلابېلې موضوعګانې وړاندې کړې، په پایله کې د شرکت مشرتابه له لورې د يادو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.