rtl
1401-03-28
خالي، غبرګولي 18مه 1401
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو
دولتي شرکت مدیره پلاوي غونډه د دغه شرکت د مدیره پلاوي او ماليې وزارت بشري
سرچینو رئیس ښاغلي نعیم الدین عمر په مشرۍ او د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس انجنیر
نعمت الله احمدي، د مدیره پلاوي غړو او د اوبو رسولو شرکت رئیسانو او آمرینو په
ګډون د ا.ا.ا مالیې وزارت اداري معینیت په تالار کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې چې د قران کریم څو
مبارکو ایتونو په تلاوت سره یې پیل وموند، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي
شرکت لوی رئیس انجنیر نعمت الله احمدي ګډونوالو ته د هرکلي ویلو ترڅنګ، په اجنډا
کې شته موضوعات په تفصیلي بڼه تشرېح او د شرکت د اقتصاد لوړاوي بنسټیزې لارې یې په
ګوته کړې.
ورپسې بیا د شرکت مدیره پلاوي رئیس
او غړو د استملاکاتو، د اوبو تعرفې په پرتله د برېښنا لګښت لوړوالي، د شبکو
خرابوالي، او د اوبو رسولو پروژو په پلي کولو بحث او خپل اندونه وړاندې کړل چې په
پای کې د شرکت مدیره پلاوي رئیس، د دغه پلاوي غړو له لورې د وړاندې شویو مواردو په
نظر کې نیولو سره وروستۍ پرېکړې او پرځای لارښوونې ترسره کړې.