SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د لوی اختر په مناسبت د اوبو رسولو شرکت له کار...



د لوی اختر په مناسبت د اوبو رسولو شرکت له کارکوونکو سره د لوی رئیس کتنه

1401-04-23


پنځنۍ د چنګاښ 23مه 1401

د لوی اختر په ویاړ د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د شرکت لوی ریاست له کارکوونکو سره وکتل.

مراسم چې د قران کریم څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شول؛ لوی رئیس د لوی اختر مبارکي ټولو کارکوونکو ته وړاندې کړه او زیاته یې کړه چې؛ د الله تعالی شکر ادا کوو چې دا اختر په ټول هېواد کې د امن په فضا کې پای ته ورسېد او همدارنګه یې د هېواد د امنیتي ځواکونو څخه هم مننه وکړه چې شپه او ورځ د هېوادوالو د  امنیت لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوي.

همدارنګه د شرکت لوی رئیس په ټولو زونونو کې د اوبو رسولو چوپړونو په دوام او موثریت ټینګار وکړ، د شرکت ټولو کارکوونکو ته یې لارښوونه وکړه چې په ورځنیو چارو کې د ښه والي او د څښاک اوبو په برخه کې د ښاریانو د ستونزو ته د رسېدنې په موخه هر اړخیزې هڅې وکړي.

د پروګرام په دوام کې ښاغلي احمدي، مکافات او مجازات د یوې ادارې د اصل په توګه یاد کړل او ویې ویل: هغه کارکوونکي چې خپلې ورکړل شوې دندې په ریښتیني توګه، په ځانګړي ډول د لوی اختر په ورځو کې ترسره کړي، بې مکافاتو به پاتې نشي او هغه کارکوونکي چې په خپلو دندو کې ناغیړي کوي د بخښلو ندي.

په پای کې د کابل زون اوبو رسولو ریاست عملیاتي آمر  ښاغلي قاضي امین الله سلطاني د شرکت کارکوونکو په استازیتوب د شرکت لوی رئیس او کارکوونکو ته د لوی اختر مبارکي وړاندې کړې او زیاته یې کړه چې، د اوبو رسولو شرکت کارکوونکو د اختر په ورځو کې شپه او ورځ د خپلو پېردونکو په چوپړونو کې و او د اوبو رسولو چوپړونه، پدې ورځو کې په نورمال بڼه او تولید، ذخیره او ویش ېې له ځنډه پرته ترسره شوي دي.