SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو شرکت اونیزه اداري غونډه ترسره ش...



د اوبو رسولو شرکت اونیزه اداري غونډه ترسره شوه

1401-04-30


پنځنۍ چنګاښ 30مه 1400

د موثرو چوپړونو، ستونزو ته د رسېدنې، عوایدو راټولولو او د شرکت اداري چارو ته د رسېدنې په موخه د اونیزو اداري غونډو په دوام، یو ځل بیا ددې اونۍ اداري غونډه د شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي په مشرۍ او د شرکت مرکزي رئیسانو او آمرینو په شتون کې ترسره شوه.

پدې غونډه کې چې د قران شریف څو سپېڅلو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس انجنیر نعمت الله احمدي وویل: د اوبو رسولو شرکت موخې واضحې دي او دغو موخو ته د رسېدنې لپاره باید له هیڅ ډول کوښښه درېغ ونکړو.

همدا راز، د شرکت لوی رئیس د هوا ګرمېدل او څښاک اوبو ته د ښاریانو د اړتیا لوړاوی ته په پام، ټولو مسئولینو ته د اوبو په وېش کې د ځنډ او د اوبو د تولید او وېش په ګړیو کې د ګډوډۍ څخه د مخنیوي لارښوونه وکړه او له خپل اړخه یې د شرکت تخنیکي او اداري ستونزو ته په ژر رسېدنه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د شرکت لوی رئیس د ځینو موضوعاتو لکه؛ د کندهار ښار په ځینو برخو کې د څښاک اوبو ته نه لاسرسي، ورځنیو چارو ته پروخت د رسېدنې او د لوړو چوپړونو په موخه د عوایدو په ژر راټولولو خبرې او لازمې لارښوونې وکړې.

ورپسې بیا؛ د شرکت مرکزي رئیسانو او آمرینو پخپل وار د غونډې اجنډا کې شته موضوعاتو ( د قراردادونو نوي کول، د شرکت اضعافي جنسونو د ساتنې په موخه د ګودامونو جوړول او د پېرودونکو چوپړونو په تګلاره کې د نویو قانونونو د تعدیل او بدلونونو) په اړه خبرې وکړې چې په پای کې د غونډې ګډونوالو لخوا لازمې پرېکړې ترسره شوې.