SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د څښاک اوبو له پلوه د کابل ښار اوسېدونکو ستونزې حل کېږي.

1401-05-03


دونۍ د زمرى 3مه 1401

د څښاک اوبو چمتو کولو او د چوپړونو ستونزو حلولو لپاره د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس په مشرۍ او د عملیاتي رئیس، کابل زون اوبو رسولو چارسمبال مرستیال، د سوداګرۍ او عملیاتي آمرینو، او کابل ښار اته ګونو زونونو  آمرینو په ملتیا غونډه ترسره شوه.

پدې غونډه کې چې د قران شریف څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه؛ د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس انجنیر نعمت الله احمدي د کابل ښار اته ګونو زونونو ټولو آمرینو ته لارښوونه وکړه تر څو د څښاک اوبو له پلوه د کابل ښاریانو اړتیاوو حلولو لپاره د اوبو وېش پلاونونه مشخص، چمتو او د پېرودونکو چوپړونو اړتیا وړ یې وړاندې کړي.

لوی رئیس همداراز وویل چې؛ د اوبو په تولید، ذخیرې، او وېش کې د هر ډول ځنډ مخه دې ونیول شي او د هر ډول (تخنیکي او اداري) ستونزو په صورت کې دې ژر ګامونه واخیستل شي.

ورپسې بیا د کابل ښار اته ګونو زونونو آمرینو په خپل وار، خپل اندونه، وړاندیزونه او ستونزې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړي چې د شرکت مشرتابه لخوا لازمې پرېکړې او د اوبو تولید څخه مخنیوي او ستونزو حل په موخه د اړتیا وړ لارښوونې ترسره شوې.