SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو شرکت سره د 8.5 میلیون په ارزښت د ی...



د اوبو رسولو شرکت سره د 8.5 میلیون په ارزښت د یونیسېف مرسته

1401-05-08


خالي د زمري 8مه 1401

د UNICEF (د ملګرو ملتونو ماشوم ساتنې صندوق) دفتر د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت سره د 8.74 ملیونه افغانیو په ارزښت د فټنګ باب 20 قلمو تجهیزاتو مرسته وکړه.

دا مرسته چې (800 ملي مټر جي بولټ، د زنګ ضد 150 ملي مټر کلمپ، 450 ملي مټر بټ فیوژن او جنرېټر) پکې شامل دي، د یونیسېف استازو لخوا رسماً د اوبو رسولو شرکت مسئولینو ته وسپارل شوه.

د اوبو رسولو شرکت عملیاتي رئیس او تخنیکي چارسمبال انجنیر میرویس نظیمي د یونیسېف له دفتره د مننې ترڅنګ وویل: د یونیسېف لخوا د مرسته شویو تجهیزاتو په مټ به د مختلف السایز پایپونو ترمیم، لیکېجونو او جاین پایپونو ستونزي په معیاري توګه حل شي.

د شرکت عملیاتي رئیس همداراز زیاته کړه چې؛ د څو نورو ولایاتو تر څنګ د کابل ښار په ځینو سیمو کې د اوبو رسولو شبکو خرابوالي له امله مونږ پدغو شبکو کې د لیکېجونو او پایپونو غوڅېدو سره مخ شوي یو چې د شرکت پېرودونکو ته د اوبو بندېدو لامل کېږي، دا دی اوس د دې تجهیزاتو په مټ چې د 450 ملي مټر قطر لرونکو پایپونو ترمیم وړتیا هم لري، کولی شو په کم وخت کې ستونزې حل کړو.