SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو شرکت اداري پلاوي غونډه ترسره شو...



د اوبو رسولو شرکت اداري پلاوي غونډه ترسره شوه

1401-05-16


یونۍ د زمري 16مه 1401

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت اداري پلاوي غونډه د دې شرکت لوی رئیس انجنیر نعمت الله احمدي په مشرۍ او رئیسانو او آمرینو په ګډون ترسره شوه.

غونډه، چې د کلام الله څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت مرکزي رئیسانو او آمرینو په خپل وار د اجنډا اړوند موضوعات لکه د شرکت تر ملکیت لاندې ځمکې قرارداد تمدیدول، د ګردېز ښار اوبو رسولو پروژې تسلیمي، د تخصص او وړتیا پر بنسټ نوې ګمارنې، د اوبو لګښتونو تعرفې بیا کتنه، د عارضه دارو میټرونو بدلول، او نور په تفصیلي توګه غونډې ته وړاندې شول.

په پای کې د یادو موضوعاتو په اړه تر هر اړخیز بحث وروسته د شرکت لوی رئیس له لورې لازمې پرېکړې ترسره او مسئولینو ته د لارښوونې وشوې.