SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | په هېواد کې دڅښاک اوبو سرچینو سمه کارونه...



په هېواد کې دڅښاک اوبو سرچینو سمه کارونه

1401-05-19


د څښاک اوبو سرچینو مدیریت او ورڅخه د سمې ګټې اخیستنې په موخه  د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس انجنیر نعمت الله احمدي په مشرۍ او د دې شرکت مرکزي رئیسانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

د دې غونډې چې د قران شریف څو سپېڅلو ایتونو په تلاوت پیل شوه؛ په پیل کې د شرکت لوی رئیس په شته حالاتو کې د شرکت مسئولیتونو او لومړیتوبونو  یادونه وکړه او زیاته یې کړه: دا چې د څښاک اوبو تولید، وېش او ذخیره د اوبو رسولو دولتي شرکت له لویو مسئولیتونو څخه دي ځکه نو د څښاک اوبو څخه د سمې ګټې اخیستنې او د هغې مدیریت په برخه کې هم باید لازمې پرېکړې ترسره او پلي شي.

په پای کې د غونډې ګډونوالو د اوبو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې څرنګوالي، د اوبو تولید ډېروالي، او ښاریانو ته د څښاک اوبو وېش تنظیم په اړه لازمې پرېکړې ترسره او د دغو پرېکړو پلي کېدو لارښوونې وکړې.