SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د کال ښار قرغې بند سيمې څخه د باغ بالا لس زره ...



د کال ښار قرغې بند سيمې څخه د باغ بالا لس زره متر مکعب ذخيرې ته د څښاک اوبو د تولید او لېږد پروژې پرانيسته

1401-10-27


کابل ښار اوسېدونکو ته د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت  په نوښت د کابل ښار قرغې بند سيمې څخه د باغ بالا لس زره متر مکعب ذخيرې ته د څښاک اوبو د تولید او لېږد پروژه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې  رسماً پرانېستل  شوه. په دې غونډه کې  د ریاست الوزراء دفتر مقام، د مالیې محترم وزارت، د انرژۍ او اوبو محترم وزارت، د کورنیو چارو محترم وزارت، د کابل ولایت مقام، د کابل ښاروالۍ، د پغمان ولسوالۍ ولسوال د یونيسيف موسسې، د اېکسلینټ ودانييز او پلان جوړونې شرکت استازو، یو شمېر د ګذر وکيلانو، سپين ږېرو او مخورو ګډون کړی و.

دغه مراسم د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول. د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د نړۍ د اقلیمي بدلونونو او پر افغانستان یې د هغوی اغیزو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د اوبو رسولو شرکت عمومي رئیس د کال ښار قرغې بند سيمې څخه د باغ بالا لس زره متر مکعب ذخيرې ته د څښاک اوبو د تولید او لېږد پروژې په اړه عمومي معلومات وړاندې کړل، زیاته یې کړه:  دا پروژه چې د 200 ميلونو افغانيو په ارزښت د یونېسېف موسسې لخوا مالي ملاتړ کېږي او د اېکسلېنټ ودانییز او پلان جوړونې شرکت لخوا پلې کېږې، د اوبو رسولو دولتي شرکت لخوا یې ارزونه او څارنه ترسره کېږي، د دې پروژې په پیل کې د دوو څاګانو کیندنه ده، چې اوبه یې د 11380 مترو په اوږدوالي د 450 ملي متر پیپ  په واسطه د کابل ښار د باغ بالا لس زره متر مکعب ذخيرې ته لیږدول کیږي. له دې سره به  14100کورنۍ په رېګرېشن، کوټه سنګي، دهبوري، کارته مامورين، خیرخانې او نورو سيمو کې د څښاک پاکو اوبو له نعمته برخمنې شي. 

همدا راز د شرکت عمومي رئیس  د شرکت پلانونو په اړه، چې د څښاک اوبو په برخه کې د هېوادوالو د ستونزو د هوارۍ په اړه د بېړنۍ کمېټې د جوړولو، له پنجشېر ولايت څخه د اوبو د لېږد، له شاه توت او شاه و عروس بندونو  څخه د اوبو د توليد او د هېواد ځمکتل اوبه ییزو سرچينو د تغذيې په اړه معلومات ورکړل.

ورپسې د مالیې وزارت د ګمرکونو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند ياده پروژه حیاتي وبلله او د اوبو رسولو دولتي شرکت په ځانګړې توګه د اوبو رسولو دولتي شرکت له عمومي رئیس، د یونېسېف او اېکسلېنټ له دفترونو څخه ځانګړې مننه وکړه. زیاته یې کړه: په روان کال کې د مالیې وزارت تر چتر لاندې دولتي شرکتونو په هېواد کې لسګونه ټول ګټې پروژې پرانیستې او لسګونه نورې پروژې تر کار لاندې دي. نوموړي وويل: دغه وزارت هېوادوالو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو او د دوی د ستونزو د هواري په برخه کې ژمن دی.

بیا، د ریاست وزراء د دوهم اداري معینیت ریاست دفتر رئیس ښاغلي مولوي ولي محمد رحيمي د اسلام له نظره د اوبو په ارزښت خبرې وکړې او زياته يې کړه: اوبه د خداى له سترو نعمتونو څخه دي. موږ باید خپل انساني دین په سمه توګه اداء کړو.

په پای کې، د کابل ولایت د سکتوري خدمتونو رئیس مولوي روح الله، د اېکسلينټ ودانييز او پلان جوړونې شرکت رئیس انجنیر حمیدالله همت، د انرژۍ او اوبو وزارت د سينديزې حوزې عمومي رئیس محترم انجنیر مجیب الرحمن حقپال، د کورنیو چارو وزارت د کرمنال تخنيکي څانګې مشر زيارمل خطاب او د امام ابوحنيفه (رح) د جومات خطيب ډاکټر محمد عارف عطايي په خپل وار سره د اوبو د اهميت او سمې کارونې، په دې برخه کې د هېوادوالو  وضعيت، دې ته ورته پروژو پلي کولو (له ښاره وتې سيمو څخه د اوبو لېږد)، د اوبو خوندي کول او د هغو سم کارول، په هېواد کې په اوبو باندې د اقلیم اغېزو او له سطحي اوبو څخه ګټې اخيستلو په اړه خبرې وکړې. 

غونډه د بنسټ ډبرې په اېښودلو، د پټۍ په پرې کولو او د خیر په دعایې پای ته ورسېده.