SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د کابل زون د اوبو رسولو نوی ټاکل شوی رئیس معر...



د کابل زون د اوبو رسولو نوی ټاکل شوی رئیس معرفي شو

1401-10-28


د اوبو رسولو شرکت د وړانديز او د ا.ا.ا ماليې وزارت محترم مقام په منظورۍ ښاغلی انجنیر شفیع الله زاهد د کابل زون د اوبو رسولو رئیس په توګه و ټاکل شو.   

دا د پېژندنې مراسم چې د اوبو رسولو شرکت رئیسانو، آمرینو او یو شمېر کارمندانو به ګډون تر سره شول،  پیل یې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره وشو. د مقام دفتر عمومي آمر ښاغلي احمدشاه ظفر نوي ټاکل شوي رئیس ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ زیاته کړه: د کابل ریاست د اوبو رسولو شرکت یو له مهمو ریاستونو څخه دی او انشاالله چې د انجنیر شفیع الله زاهد په وړتیا او تدبیر سره به په ښه توګه رهبري شي.

ورپسې محترم انجنیر شفیع الله زاهد د شرکت له مشرتابه څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې د سالم، روڼ او اغیزمن مدیریت په برخه کې به له هیڅ ډول هڅو دریغ نه کوي.

په پای کې ګډونوالو په وار سره ښاغلي انجنیر شفیع الله زاهد ته د نوې دندې مبارکي وویله او په کارونو کې یې د لا بریالیتوب غوښتنه وکړه.