SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو دولتي شرکت د سوداګرۍ رئیس معرفي...



د اوبو رسولو دولتي شرکت د سوداګرۍ رئیس معرفي شو

1401-10-26


په هغې غونډه کې چې ښاغلی انجنیر عبدالمتین د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د سوداګرۍ رئیس په توګه معرفي شو، د شرکت عملیاتي رئیس ښاغلي انجنیر میرویس نظیمي، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي محبت الله فیضاني، د تدارکاتو رئیس ښاغلي سردارولي عثمان، د دفتر، بشري سرچينو عمومي آمرينو، د سوداګرۍ ریاست یو شمېر کارمندانو او د اوبو رسولو یو شمېر آمرینو او کارمندانو ګډون درلود. 

دغه مراسم د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول. ورپسې ګډونوالو  په وار سره ښاغلي  انجنیر عبدالمتین ته د نوې دندې مبارکي وویله او ورته یې په کاري چارو کې  د لا بریاوو غوښتنه وکړه.

په پای کې، ښاغلي انجنیر عبدالمتین د شرکت مشرتابه له باوره مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د چارو د سمون او انسجام په برخه کې به له هیڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.