SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو شرکت مدیره پلاوي غونډه ترسره شو...



د اوبو رسولو شرکت مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه

1401-12-01


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت مدیره پلاوي غونډه د دغه شرکت د مدیره پلاوي رئیس نعیم الدین عمر په مشرۍ او د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس انجنیر نعمت الله احمدي، د اقتصاد، د کور او ښار جوړولو له وزارتونو او د دولتي شرکتونو له ریاست څخه د مديره پلاوي غړو او د اوبو رسولو شرکت رئیسانو او آمرینو په ګډون د دولتي شرکتونو د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې چې د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره یې پیل وموند، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس انجنیر نعمت الله احمدي ګډونوالو ته د هرکلي ویلو ترڅنګ، په اجنډا کې شته موضوعات په تفصیلي بڼه تشرېح او د شرکت د اقتصاد لوړاوي بنسټیزې لارې چارې یې په ګوته کړې.

ورپسې بیا د شرکت مدیره پلاوي رئیس او غړو د ترانسپورت، د شرکت جایدادونو او قراردادونو، د معاشونو نورم او د پېرودونکو چوپړونو په کړنلاره کې د قوانينو په تعدیلولو او ورډېرولو په اړه بحث او خپل اندونه وړاندې کړل چې په پای کې د شرکت مدیره پلاوي رئیس، د دغه پلاوي غړو له لورې د وړاندې شویو مواردو په نظر کې نیولو سره وروستۍ پرېکړې او پرځای لارښوونې ترسره کړې.