SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



عمومي رئیس: د هوا له ګرمېدو سره د څښاک اوبو ته د هېوادوالو اړتیا ډېرېږي؛ د چوپړونو په وړاندې کولو کې باید ستونزې هوارې شي.

1401-12-07


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت اجرائیوي غونډه، د شرکت عمومي رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي په مشرۍ او د اجرائیوي کمېټې غړو، د شرکت مرکزي رئیسانو او آمرينو په ګډون ترسره شوه.

پدې غونډه کې، چې د قرآن کریم د څو سپېڅلو آیاتونو تلاوت سره پیل شوه؛ د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رئیس انجنیر نعمت الله احمدي وویل: د هوا له ګرمېدو سره څښاک اوبو ته د هېوادوالو اړتیاوې ډېرېږي؛ له همدې امله مسوولین په ځانګړي ډول عملیاتي او تخنيکي ریاستونه دې، د اوبو رسولو په چوپړونه کې د ستونزو د هوارۍ بهیر کړندی کړي.

همداراز نوموړي، د اوبو د بې ځایه لګښت په مخنيوي، د عوایدو په راټولو، روڼتیا رامنځته کولو او د اوبو تولید، وېش او ضایعاتو کچې په را ټيټولو ټينګار وکړ، هغه زیاته کړه: 1401 مالي کال پای ته رسېږي او ټول پورونه او طلبات د 1402 مالي کال تر پيلېدو باید تصفیه شي.

ورپسې، مرکزي رئیسانو او آمرينو په وار سره په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو ( د ټولو زونونو او دویمي واحدونو د کاري پلان ترتیب، ولایاتو ته د اوبو میترونو تهیه، د خرابو میترونو چک، برسي او تبديلول، د پروژو په ځانګړي ډول د استملاکو په برخه کې د سروې کره کنټرول او څارنه، له شارواليو او د چاپیریال ساتنې له ادارو سره په ګډه د لکيجونو په موخه د ویجاړو شویو سيمو بیارغونې څرنګوالی) په اړه خبرې وکړې، د هر اړخیزې ارزونې او غور څخه وروسته، د اجرائیوي کمېټې له خوا پرې لازمې پرېکړې وشوې.