SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د غوره خدمتونو ملي نندارتون کې د اوبو رسولو دولتي شرکت!

1402-01-01


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت، خلکو سره د نږدې اړیکو چمتووالي او هېوادوالو سره د ګډون کولو بهیر چټک کولو، روڼتیا رامنځته کولو او د اوبو رسولو د خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالي د اطلاع رسونې په موخه د غوره خدمتونو ملي نندارتون کې ګډون وکړ.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رییس محترم انجنیر نعمت الله احمدي، عملیاتي رییس او د شرکت د تخنیکي ریاست سرپرست محترم انجنیر میرویس نظیمي او تجارتي رییس محترم انجنیر عبدالمتین مطمین په ملتیا د اوبو رسولو د غرفې څخه د لیدنې او څارنې تر څنګ په دې نندارتون کې د هېواد د نورو صنعت کارانو او تولیدي شرکتونو له غرفو څخه هم لیدنه وکړه.

د نندارتون ګډونوالو، دا نندارتون د هېواد داخلي صنعت کارانو او تولیدي شرکتونو د محصولاتو وړاندې کولو او بازارموندنې لپاره ښه فرصت وباله.

د یادونې وړ ده چې دا نندارتون د وري له لومړۍ نېټې تر درېیمې پورې د کابل ښار دارالامان تاریخي ماڼۍ کې ترسره کېږي او ټول هېوادوال پکې ګډون کولای شي.