SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو عمومي رییس: د نیالګیو کېنول ښه ک...



د اوبو رسولو عمومي رییس: د نیالګیو کېنول ښه کار دی او ساتنه او پالنه یې مسوولیت دی.

1402-01-06


محترم انجنیر نعمت الله احمدي د لوګر د پروژې په انګړ کې د لومړني نیالیګي کېنولو پر وخت وویل؛ د نیالګیو کېنول ښه کار دی، خو د شنې فضا ساتل او پالل زموږ ټولو مسوولیت دی.

د نیالګي کېنولو مراسم چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رییس محترم انجنیر نعمت الله احمدي، د کابل زون د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو رییس شفیع الله زاهدی، د دفتر عمومي آمر احمد شاه ظفر او د شرکت ځینو آمرینو او کارکوونکو په ګډون د خیر په دعا سره پیل شول. د شرکت عمومي رییس انجنیر نعمت الله احمدي د شنې فضا پر ساتلو او پاللو تاکید وکړ زیاته یې کړه: د اوبو رسولو شرکت د هوا پاکوالي، د چاپېریال ساتنې او د شنې فضا رامنځته کولو په موخه د کابل ښاروالۍ د سمسورتیا ریاست په همکارۍ د شرکت په زونونو او پروژو کې د اوبو رسولو په سیمو کې، ۲۶۰ مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېنولي دي.