SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د عدلیې وزارت د فاضلابو د تصفیې غیر متمرکز سیستم تخنیکي سندونه وسپارل شول

1402-01-15



د عدلیې وزارت د فاضلابو د تصفیې غیر متمرکز سیستم تخنیکي سندونه په یوې غونډه کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رییس محترم انجنیر نعمت الله احمدي له لوري د عدلیې محترم وزارت د پلان او پالیسۍ رییس محترم الحاج حافظ عبدالکبیر زاهد ته وسپارل شول.

دا غونډه چې د کلام الله مجید د څو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رییس محترم انجنیر نعمت الله احمدي د غیر متمرکز سیستم او ارزښت په اړه یې معلومات وړاندې کړل زیاته یې کړه: لکه څنګه چې د اوبو کمښت په نړۍ کې او په ځانګړي ډول په افغانستان کې په زیاتېدو دی، نو دا ډول پروژې د ښارونو د شنو سیمو اوبه کولو او سمسورتیا لپاره د اوبو په سپما کې ډېره مرسته کولای شي.

د غونډې په دوام کې د عدلیې محترم وزارت د پلان او پالیسۍ رییس محترم الحاج حافظ عبدالکبیر زاهد، د شرکت د فاضلابو چارو ریاست د مسوولینو څخه د عدلیې وزارت د فاضلابو د تصفیې غیر متمرکز سیستم د سروې، ډیزاین او تخنیکي سندونو د چمتو کولو په پار د مننې ترڅنګ وویل د پلي کېدو څخه یې څارنه او د پروژې له بشپړېدو څخه وروسته همکاري، د دې پروژې بنسټیزه برخه ده، چې انشالله د ادارو د انجنیرانو په همکارۍ او تفاهم سره به پلي شي.

په پای کې غونډه د یادې پروژې د څارنې او کنټرول په پار د دواړو له لوریو له خوا د تفاهم‌لیک په لاسلیک او د خیر په دعا پای ته ورسېده