SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو په دولتي شرکت کې د تفتیش عالي اد...



د اوبو رسولو په دولتي شرکت کې د تفتیش عالي ادارې د پلټنې د پای او موندنو د تسلیمولو ناسته جوړه شوه

1402-03-22


د تفتیش عالي ادارې پلاوي چې څونه وخت مخکې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د پلټنې په موخه په دې ریاست کې خپل کار پیل کړی و، نن یې رسماً خپل کار پای ته ورسوه.
په همدې موخه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت په عمومي ریاست کې د اوبو رسولو د شرکت مشرتابه او مرکزي رییسانو او د تفتیش عالي ادارې ټاکلي پلاوي او استازي په شتون کې ناسته جوړه شوه.
ناسته چې د کلام الله مجید په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه، د تفتیش عالي ادارې استازي ښاغلي مولوي محمد بهادر د اوبو رسولو د شرکت له همکاریو څخه مننه وکړه، په ادارو کې یې د پلټنې پر ارزښت او اړتیا خبرې وکړې زیاته یې کړه: د پلټنې څخه موخه د روڼتیا رامنځته کول دي او په ادارو کې روڼتیا د قوانینو په پلي کولو کې د ډاډ رامنځته کېدو لامل کېږي.
ورپسې د تفتیش عالي ادارې ټاکلي پلاوي آمر ښاغلي محمد نصیر جهش د یاد ټیم د موندنو د مصوبې راپور د ورکولو ترڅنګ زیاته کړه: موږ د اوبو رسولو د شرکت د مشرتابه مقام څخه منندوی یو، چې ټاکلي پلاوي ته د ټولو اسنادو او مدارکو په چمتوکولو او واک کې ورکولو کې یې په خپلې هر اړخیزې همکارۍ سره یاد ټیم ته اسانتیاوې رامنځته کړې او د کار چټک کېدو لامل شول.
په پای کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رییس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د تفتیش عالي ادارې ټاکلي پلاوي ته چې پلټنې په بهیر کې یې مسوولانه زیار وکړ ستړې مشې تر څنګ وویل: د اوبو رسولو دولتي شرکت مسوولینو د پلټنې د بهیر معیاري پلي کېدو په موخه تر خپلې برخې هڅه وکړه او په راتلونکي کې هم هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.