SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو دولتي شرکت او کابل ښاروالۍ ترمن...



د اوبو رسولو دولتي شرکت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د همکارۍ تفاهم‌لیک لاسلیک

1402-04-03


پر دولتي او نادولتي ادارو، د رهایشي او تجارتي ښارګوټو او لوړ پوړیزو ودانیو د فاضلابو د تصفیې سیستم جوړولو جبري کولو په موخه د اوبو رسولو دولتی شرکت او کابل ښاروالۍ ترمنځ تفاهم‌لیک د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د عمومي رییس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي او د کابل ښاروالۍ سرپرست ښاغلي مولوي عبدالرشید له لوري لاسلیک شو.

ناسته چې د کلام الله مجید په څو مبارکو ایتونو د کابل ښاروالۍ په ودانۍ کې جوړه شوه؛ د اوبو رسولو دولتي شرکت د عمومي رییس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د فاضلابو د مدیریت په برخه کې د شرکت پر مسوولیتونو او د دې تفاهم‌لیک پر ارزښت خبرې وکړې زیاته یې کړه: د دې تفاهم‌لیک پلي کېدل به د ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا څخه مخنیوی وکړي او د چاپېریال په ساتلو کې به لویه ونډه ولري.

ورپسې د کابل ښاروالۍ سرپرست ښاغلي مولوي عبدالرشید هېوادوالو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو کې د ادارو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړ، دواړو لوریو په څو نورو موضوعاتو لکه د اوبو رسولو د شبکو او سړکونو پر پراختیا خبرې وکړې، په دې برخه کې یې د لا ډېرو همکاریو ژمنه وکړه.