SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د اوبو رسولو دولتي شرکت د مدیره پلاوي ناسته جوړه شوه

1402-04-19


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د مدیره پلاوي ناسته د اوبو رسولو د شرکت د مدیره پلاوي رییس ښاغلي نعیم الدین عمر په مشرۍ او د اوبو رسولو د شرکت عمومي رییس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي، د ښارجوړونې او مسکن او اقتصاد وزارتونو څخه د مدیره پلاوي درنو غړو، د دولتي شرکتونو ریاست او د اوبو رسولو د شرکت رییسانو او آمرینو په حضور کې د دولتي شرکتونو د ناستو په تالار کې جوړه شوه.

ناسته چې د کلام الله مجید په څو مبارکو آیتونو پیل شوه؛ د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رییس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي په اجنډا کې شته موضوعاتو باندي په تفصیل سره خبرې وکړې، هېوادوالو ته یې د اوبو رسولو د غوره خدمتونو اړوند وړاندیزونه ارزښتمن وګڼل زیاته یې کړه: د اوبو رسولو دولتي شرکت هېوادوالو ته د څښاک روغتیایي اوبو چمتو کولو او اوبو رسولو د شبکو پراختیا په موخه په دې هڅه کې دی، چې د نړیوالو مرستو راجذبولو او د شرکت د عواېدو لوړولو لپاره بنسټیزې برنامې پلي کړي.

د ناستې په دوام د شرکت د مدیره پلاوي رییس او درنو غړو په ځینو مواردو لکه د ۱۳۹۳ څخه تر ۱۴۰۱ مالي کال د بیلانسونو د څېړلو په موخه د مفتیشینو ګمارلو، مشترکینو ته د خدمتونو د طرزالعمل ځینو موادو تعدیلولو، د شرکت د جایداد د قرارداد کولو او لګښت کولو څرنګوالي باندې بحث او خبرې اترې وکړې، چې په پای کې د شرکت د مدیره پلاوي رییس د مدیره پلاوي درنو غړو وړاندیزونو ته په کتو ورستۍ پرېکړې او اړینې لارښوونې وکړې.