SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



لوی رئیس: د شرکت په اداراتو او د اوبو رسولو شبکو کې د بریښنا انرژۍ د تولید او د اړتیا کچې ترمنځ باید انډول رامنځته شي

1402-08-01


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی ریاست کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی ریس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدی په مشرۍ د شرکت اجرایوي کمیټې محترومو غړیو، مرکزي ریسانو او امرینو په شتون کې ستونزو ته د رسیدګۍ، کاري بهیر د چټکتیا، او اضافي لګښتونو د مخنیوي په موخه د اجرایوي کمیټې ناسته ترسره شوه.

یاده ناسته چې د قرانکریم د سو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ په پیل کې د شرکت لوی رئیس  ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د عصري ټکنالوژۍ پرمټ د عوایدو او مصارفو څانګې تنظیم، د اضافي لګښتونو مخنیوي، په ځانګړي ډول د بریښنا انرژۍ د لګښت په اړه وغږيد، او په اداراتو او د اوبو رسولو شبکو کې د بریښنا انرژۍ د تولید او د اړتیا کچې ترمنځ د انډول په رامنځته کولو یې تاکید وکړ.

په دوام د اجرایوي کمیټې محترمو غړیو، مرکزي رئیسانو او امرینو په ترتیب سره په اجنډا کې د شاملو موضوع ګانو( د شرکت قراردادونه، د جنسي معتمدینو څخه د تضمین اخذ، او نورو مواردو) په اړه په تفصیل خبرې وکړې د بحث او تبادل نظر وروسته وروسته، د شرکت د رهبرۍ مقام له لورې لازم هدایات او هراړخیزې پریکړې وشوې.