SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د شمال ختیځ (کندز) زون څخه د اوبو رسولو دولتي ...



د شمال ختیځ (کندز) زون څخه د اوبو رسولو دولتي شرکت لوی رییس لیدنه

1402-08-17


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رییس ښاغلی انجنیر نعمت الله احمدي او مل پلاوی یې، د مزار شریف د اوبو رسولو د زون د اوبو رسولو د تاسیساتو تر څارنې او له مسوولینو سره یې له لیدنې څخه وروسته د کندز ولایت ته ولاړل.

د شرکت لوی رییس په یوه ناسته کې چې د لا ښې همغږۍ او همکارۍ او د کندز زون د کړنو راپور وړاندې کولو په موخه د کندز زون په ریاست کې جوړه شوې وه ګډون وکړ.

دا ناسته چې د کلام الله مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، د کندز زون د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو رییس ښاغلي انجنیر نصرت الله نصرت د شرکت مشرتابه مقام او مل پلاوي ته یې د ښه راغلاست ویلو سره د دې زون له کړنو، لاسته راوړنو، پلانونو، طرحو، نظرونو، ننګونو او ستونزو په اړه هر اړخیزه معلومات وړاندې کړل او د لا نورو همکاریو غوښتنه یې وکړه.

د ناستې په دوام د کندز زون ځینو آمرینو او مدیرانو د کړنو او د اوبو رسولو د خدمتونو وړاندې کولو د لا ښه‌والي په موخه خپلې لاسته راوړنې، کړنې، کاري چارې او ستونزې د شرکت له مشرتابه مقام سره شریکې کړې.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رییس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د کندز زون د فعالیتونو او کړنو د راپورونو او د دې زون د مسوولینو او کارکوونکو د وړاندیزونو له اورېدلو څخه وروسته، هېوادوالو ته د اوبو رسولو د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د دې زون له ملموسو بریاوو څخه د مننې تر څنګ، وعده وکړه چې د شته ستونزو او ننګونو د لرې کولو لپاره به په لنډ ممکن وخت کې رسیده‌ګي وشي.

د ناستې په پای کې د شرکت عمومی رییس، مل پلاوي یې او د کندز زون د اوبو رسولو رییس د کندز ښار د اوبو رسولو له تحویلخانې، شبکو او نورو تاسیساتو څخه لیدنه وکړه، د اوبو رسولو د تاسیساتو او تجهیزاتو پر ساتنې او پالنې یې تاکید وکړ.