SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د تخار ولایت د تالقان ښار د اوبو رسولو پروژې ...



د تخار ولایت د تالقان ښار د اوبو رسولو پروژې پرانیستنه

1402-08-18


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رییس ښاغلی انجنیر نعمت الله احمدي او مل پلاوی یې د مزار شریف او کندز ولایتونو د مسوولینو سره له لیدنې او د اوبو رسولو له تاسیساتو او شبکو څخه تر څارنې وروسته د تخار ولایت د تالقان ښار د اوبو رسولو د پروژې پرانیستنې په موخه دې ولایت ته ولاړل.

د تخار ولایت د تالقان ښار د اوبو رسولو پروژه د دې ولایت د دولتي ادارو مسوولینو، د ګذر وکیلانو، متنفذینو، مشرانو او ځینو اوسېدونکو په شتون کې انجنیر نعمت الله احمدي د پټۍ په پرې کولو سره رسماً پرانیستله.

په دې مراسمو کې د اوبو رسولو د دولتي شرکت مشرتابه څخه د ولس استازي ښاغلي حاجي عبدالشهید او د کندز زون د اوبو رسولو رییس ښاغلي انجنیر نصرالدین نصرت او د اوبو رسولو نورو مسوولینو د تالقان ښار د اوسېدونکو په استازولۍ مننه وکړه، د اسلام له نظره د اوبو د اهمیت او ارزښت په اړه یې خبرې وکړې زیاته یې کړه: د اوبو رسولو شرکت خپل مسوولیت چې هېوادوالو ته د څښاک صحي اوبو رسول دي ترسره کړ او اوس موږ ته بویه چې د سمې کارونې په برخه کې یې هڅه وکړو.

د ناستې په دوام د تخار ولایت د دفتر رییس ښاغلي مولوي عبدالهنان هم د اوبو رسولو شرکت له مسوولینو او په ځانګړې توګه د مشرتابه مقام څخه د مننې او ستاینې تر څنګ، د اوبو رسولو د شبکو په ساتنه کې د هېوادوالو مسوولیتونو او د اوبو د سپما لارو چارو باندې خبرې وکړې.

ورپسې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رییس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د تالقان ښار د اوبو رسولو د پروژې پرانیستنې او ګټه اخیستنې مبارکي د تخار ولایت اوسېدونکو او د اوبو رسولو مسوولینو ته وویله زیاته یې کړه: یو ځل بیا له خدای پاک څخه مننه کوو، چې موږ ته یې د دې پروژې په پرانیستلو سره خپلو هېوادوالو ته د خدمت وس راکړ.

د شرکت لوی رییس د تالقان ښار له اوسېدونکو څخه وغوښتل، چې د اوبو رسولو د شرکت له مسوولینو سره د اوبو په سپما او پر وخت د اوبو د لګښت په اداینه کې همکار واوسي، چې ستاسو په مرسته او د خدای پاک په غوښتنې سره به د هېواد ټولو ښارونو ته د څښاک صحي اوبه چمتو کړو.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې لګښت (11.5) میلیونه افغانۍ د شرکت د داخلي بودیجې څخه ورکول شوی او د (22) کیلو متره په اوږدوالي شبکې سره په ټولیزه توګه (36000) هېوادوال په لومړۍ، دویمې او څلورمې ناحیو او د عبدالله ابن مسعود مسجد، د کانتینر ها سرک په پای او یونس آباد ساحو کې تر پوښښ لاندې رانغاړي.