SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د بدخشان ولایت په فيض آباد ښار کې د اوبو رسول...



د بدخشان ولایت په فيض آباد ښار کې د اوبو رسولو د درېیو پروژو پرانیستنه

1402-08-19


د ښاري اوبو رسولو دولتي شرکت لوی رییس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي هېوادوالو ته د اوبو رسولو د خدمتونو چمتو کولو په موخه د بیاکتنې او نویو پلانونو او طرحو جوړولو لپاره شمال او شمال شرق زونونو ته د سفر په دوام کې، د بدخشان ولایت په فیض آباد ښار کې د اوبو رسولو درې پروژې، د شمال ختیځ زون رییس او مسوولینو، د دولتي ادارو استازو، ځینو علماو، مشرانو او د فیض آباد ښار اوسېدونکو په ګډون سره په یو لړ مراسمو کې پرانستې او ګټه اخیستنې ته یې وسپارلې.

دا مراسم  چې د قرآن عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره پيل شول، د فیض آباد ښار اوسېدونکو ته د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رییس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د مبارکۍ تر څنګ زیاته کړه: په ولایتونو او په ځانګړې توګه په فیض آباد ښار کې د اوبو رسولو د شبکو چټکه پراختیا د اوبو رسولو دولتي شرکت د مسوولینو د زحمتونو او د دې ښار اوسېدونکو د همکارۍ او تشویق پایله ده.

د شرکت لوی رییس د فيض آباد ښار له هغو اوسېدونکو څخه چې د اوبو رسولو د شبکو په کېندلو او بېرته ډکولو کې ونډه اخيستې مننه وکړه او زیاته یې کړه: نه يوازې اوبه چې تر تاسو در رسېږي بلکې ټولې شبکې او نور توکي لکه ميترونه او پليټونه هم ستاسو دي، نو په ساتنه کې یې هڅه کوئ او د اوبو رسولو د خدمتونو د دوام او پراختیا په موخه پر وخت د اوبو لګښت په ادا کولو سره خپل مسوولیت ترسره کړئ.

دغه راز د ښاري اوبو رسولو دولتي شرکت لوی رییس د پرانيستل شویو درېیو پروژو د جزیاتو په اړه معلومات وړاندې کړل ویې ویل:

د زيد بن ثابت (رض) د ګذر د اوبو رسولو پروژه چې د فيض آباد ښار د شپږمې ناحیې په دشت قرغ سيمه کې موقعيت لري د (۷۰۰۰۰۰) اوه سوه زره افغانيو په لګښت (۱۷۷۵) متره اوږدوالي سره له (۲۵۰۰) څخه زيات هيوادوال تر پوښښ لاندې رانغاړي.

د اوبو رسولو بله پروژه د فيض آباد نوي ښار پنځمه ناحیه کې موقعيت لري، دغه پروژه د (۶۵۰۰۰۰) افغانيو په لګښت د (۱۶۷۰) متره اوږدوالي سره  له  (۱۷۰۰) زيات مشترکین تر پوښښ لاندې رانغاړي.

او د (۵۶۸۲۰۴۹) افغانيو په لګښت له ښاري برېښنا سره د فيض آباد د اوبو رسولو د ادارې د څاګانو د نښلولو پروژه، هېره دې نه وي یادې درې واړه پروژې د شرکت د داخلي بودیجې څخه تمويل شوي دي.