SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د بلخ ولايت د تخته‌پل پروژې د پاتې کارونو پر...



د بلخ ولايت د تخته‌پل پروژې د پاتې کارونو پرانیستنه

1402-08-21


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رییس ښاغلي انجنير نعمت الله احمدي د ښاري اوبو رسولو نويو پروژو افتتاح، نويو پلانونو او اوبو رسولو شبکو او تاسيساتو څخه د بیا ليدنې په موخه شمال او شمال ختيځ ولايتونو ته د سفر په لړ کې، د شمال زون اوبورسولو رییس، دولتي ادارو استازو، قومي مخورو او ځايي اوسېدونکو په حضور کې د پټۍ په پرې کولو سره رسماً تخته‌پل پروژې د پاتې کارونو د پیل افتتاح وکړه.

د ښاري اوبو رسولو دولتي شرکت لوی رییس ښاغلي انجنير نعمت الله احمدي د يادو مراسمو ګډونوالو ته د تخته‌پل پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې ياده پروژه به د يوې میاشتې په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

همدا رنګه د ښاري اوبو رسولو دولتي شرکت لوی رییس کارته برښنا، کارته آريانا او د خالد ابن وليد ښارګوټي ته د توزيعي شبکې د پراختیا وعده ورکړه.

د یادولو وړ ده چې د يادې پروژې لګښت (258,652,448) افغانۍ، او د شبکې مجموعي طول (36) کيلو متره دی، د پنځو څاه ګانو کېندنه، د يو باب (250) متر مکعب ذخیرې اعمار، د تاسيساتو اعمار لکه (د ساتونکو خونه او جنراتور خونه

) په ياده پروژه کې شامل دي، چې د يادې پروژې د سرته رسېدو وروسته به (101000) هيوادوال  پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.