SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د جوزجان ولایت د شبرغان د اوبو رسولو پروژې د ...



د جوزجان ولایت د شبرغان د اوبو رسولو پروژې د کار پرانیستنه

1402-08-22


د ښاري اوبو رسولو دولتي شرکت لوی رییس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي هېوادوالو ته د اوبو رسولو د خدمتونو چمتو کولو په موخه د بیاکتنې او نویو پلانونو او طرحو جوړولو لپاره شمال او شمال ختیځ زونونو ته د سفر په دوام کې، د جوزجان ولایت د شبرغان د اوبو رسولو د پروژې پاتې کار، د ریاست الوزرا د اداري معاونیت استازي، د مزار شریف زون د اوبو رسولو رییس، امنیه قومندان، د والي مرستیال، همدارنګه د نورو دولتي ادارو رییسانو، متنفذینو، مشرانو او د شبرغان ښار ځینو اوسېدونکو په ګډون د پټۍ په پرې کولو سره رسماً پرانیستله.

دا مراسم چې د کلام الله مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول. د شمال (مزار شریف) زون د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو رییس ښاغلي مولوي عبدالربي کامران د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویلې او د شرکت لوی رییس او شبرغان ښار اوسېدونکو ته یې د شبرغان د اوبو رسولو د پروژې د پاتې کار پیلېدا مبارکي ورکړه.

د شمال زون د اوبو رسولو رییس د پروژې د کیفیت او ستنډرد په اړه د جوزجان ولایت مسوولینو، اوسېدونکو او په ځانګړي ډول د شبرغان ښار اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ.

ورپسې د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري معاونیت استازي ښاغلي مولوي حیات الله محمدي د اوبو رسولو د شرکت له مسوولینو او د شرکت لوی رییس مننه او ستاینه وکړه، د اوبو او په ځانګړې توګه د شبرغان د پرژې پر ارزښت یې خبرې وکړې، یاده پروژه یې د شبرغان ښار اوسېدونکو ته حیاتي وګڼله او د هېواد په پرمختګ او وده کې یې مثبته وګڼله.

د ناستې په دوام د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رییس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي له ټولو چارواکو، په ځانګړي ډول د ریاست الوزرا او مرستیالانو یې او د مالیې محترم وزیر څخه چې د شبرغان د پروژې د بیا پيل زمینه یې جوړه کړه د مننې تر څنګ زیاته کړه: کومې اوبه چې موږ ترېنه استفاده کوو په حقیفت کې له موږ سره د راتلونکو نسلونو امانت دی، نو د اوبو سپما، پر وخت د اوبو د لګښت ورکول او د اوبو رسولو د شبکو ساتنه زموږ ټولو دنده ده.

همدارنګه د شرکت لوی رییس د پروژې د جزیاتو په اړه معلومات وړاندې کړل ویې ویل: د دې پروژې ټول لګښت څه د پاڅه (۴۵۴) میلیونه افغانۍ دی، چې (۱۴۳) کیلومتره په اوږدوالي د اوبه شبکه او انتقالي پایپ، (۳) (۶۰۰) متره مکعبه ځمکنۍ ذخیرې، یوه (۲۵۰) متر مکعبه ارتفاعي ذخیره او د دوو ژورو څاګانو کېندل، د تاسیساتو شاوخوا دیوال او پر څاه د خونې جوړول پکې شامل دي، چې د راسخ ساختماني چارو، سړک جوړونې او ساختماني توکو شرکت له خوا به د اتو میاشتو موده کې بشپړه او (۷۳۰۰۰) مشترکین به ورڅخه ګټه اخلي.