SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د ښاري اوبو رسولو دولتي شرکت لوی رئیس د سرپل ...



د ښاري اوبو رسولو دولتي شرکت لوی رئیس د سرپل ولایت اوبو رسولو شبکو، تاسیساتو او تولیدي سرچینو څخه لیدنه ترسره کړه.

1402-08-27


د جوزجان ولایت شبرغان ښار د اوبو رسولو پروژې له افتتاح څخه وروسته د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس، مل پلاوی او د شمال زون د اوبو رسولو رئیس په ملکرتیا د سرپل ولایت د اوبو رسولو شبکو، تاسیساتو او تولیدي سرچینو څخه لیدنه ترسره کړه.

د شرکت لوی رئیس ښاغلي انچنیر نعمت الله احمدي د شرکت پرمختګ د خدماتو پراختیا، نویو مثمر پلانونو او طرحو د تطبیق په موخه د سرپل ولایت د اوبو رسولو مسؤلینو او کارمندانو سره ولیدل.

د شرکت لوی رئیس  د کارمندانو نظرونو، وړاندیزونو او ستونزو له اوریدو وروسته وفرمایل: د نړیوالو معیارونو مطابق د ورځنیو چارو تنظیم، کوښښ، صداقت او په چارو کې شفافیت د کاري بهیر چټکتیا او د ښو خدماتو وړاندې کولو اصلي عناصر دي، او زیاته يې کړه: د جمعیت ډیرښت، وچکالي او د صحي اوبو نه موجودیت د شرکت د پرمختګ پروړاندې پراته خنډونه دي، چې د نویو پلانونو طرحه کولو، عصري وسایلو نه په ګټې اخستنې او د مسؤلینو په اراده به د یادو ستونځو او خنډونو په لمنځه وړلو بریالي شو.