SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د سمنګان ولایت ایبک ښار قوچنهال اوبو رسولو پ...



د سمنګان ولایت ایبک ښار قوچنهال اوبو رسولو پروژې پرانستنه

1402-08-27


د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار د قوچنهال اوبو رسولو پروژه چې پاکو او صحي اوبو څخه یې (۱۱۶۰) کورنۍ  ګټه واخسته، د ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي له لورې د دولتي ادارو استازو، دیني عالمانو او ځايي اوسیدونکو په حضور کې د پټۍ په پریکولو سره رسما افتتاح او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه،

یاد مراسم چې د قرانکریم د سو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول، په پيل کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د اوبو اهمیت او له صحي اوبو څخه د سالمې ګټې اخستنې په اړه وغږید او زیاته یې کړه: زمونږ موخه د هیواد ټولو ښارونو ته د صحي او پاکو اوبو رسول دي، مونږ هوډمن یو ترسو په نویو او معیاري پلانونو سره، لنډمهال، منځمهال او اوږود مهال کتګوریو کې د افغانستان ټولو ښارونو ته د اوبو رسولو خدمات پراخ کړو،

همدارنګه د شرکت لوی رئیس د پروژې د جزیاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته يې کړه: د پروژې ارزښت بالغ پر (۲۲) میلیونه افغانۍ دی، د یادې شبکې اوږودوالی (۱۸۰۰۰) متر (۱۰۰۰) د اوبو د توزیع نلونه لري، د یادې پروژې کار په ۷/۹/۱۴۴۴ نیټه پيل او په ۳/۳/۱۴۴۵ نیټه پای ته ورسید.

د یادولو وړ ده چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس د قوچنهال پروژې له افتتاح څخه وروسته د سمنګان ولایت د اوبو رسولو شبکو تاسیساتو د او تولیدي سرچینو څخه لیدنه ترسره کړه، او د ستونځو او کاري بهیر پروړاندې د خنډونو لمنځه وړولو په موخه یې د یاد ولایت کارمندانو ته لازمې لارښونې وکړې.