SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د کندهار زون اوبو رسولو ریاست کې د شرکت د عمو...



د کندهار زون اوبو رسولو ریاست کې د شرکت د عمومي رئیس په ګډون اداري ناسته ترسره شوه.

1402-09-04


د  ښاري اوبو رسولو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د کندهار زون ریاست په مقر کې د یوې ناستې په ترڅ کې د یاد زون له مسؤلینو او اداري کارمندانو سره ولیدل.

د یادې ناستې په پيل کې د ښاري اوبو رسولو د کندهار زون رئیس الحاج ملا پاچاه یوسف د شرکت لوی رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کندهار زون ریاست د خدماتو د څرنګوالي، نویو پلانونو او کړنو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل. او همدا رنګه  یې خپل وړاندیزونه او کار په مخ کې د خنډونو یاداوري وکړه او د اوبو رسولو شبکو د پراختیا په موخه د شرکت د رهبرۍ مقام د لا زیاتې توجه غوښتنه یې وکړه.

د ناستې په دوام کې د کندهار زون اداري کارمندانو خپلې لاسته راوړنې، خدماتو وړاندې کول او اداري ستونزې د شرکت رهبرۍ مقام سره شریکي کړلې.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د وړانديزونو، ستونزو، خنډونو او راپورونو اوریدلو څخه وروسته وعده ورکړه چې په لنډ وخت کې به ستاسو ټولو ستونځو، نظرونو او وړاندیزونو ته رسیدګي وشي.

په پای کې د شرکت لوی رئیس، د اوبو رسولو خدماتو  د چټکتیا په موخه لازمې لارښونې وکړې.