SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د پلټنې لوړې ادارې د کار پای او د موندنو وړان...



د پلټنې لوړې ادارې د کار پای او د موندنو وړاندې کولو ناسته د شرکت لوی ریاست کې ترسره شوه

1402-09-11


د معلوماتي ټکنالوژې څانګه کې د پلټنې لوړې ادارې ټاکل شوي هیئت د خپلو موندنو لنډ راپور او د کار پای اعلان د یوې ناستې په ترڅ کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی ریاست رهبرۍ مقام، مرکزي ريسانو او امرینو په حضور کې وړاندې کړ.

یاده ناسته چې قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ښاغلي ذبیح الله سروري د ټاکل شوي استازي په استازولۍ د شرکت رهبرۍ مقام او مسؤلینو څخه په وخت د اسنادو او مدارکو وړاندې کولو په موخه مننه وکړه، او د خپلو موندنو د تحقق څرنګوالي په اړه يې معلومات وړاندې کړل.

د ناستې په دوام کې ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی ریئس د لیدنې او څارنې په اړه وغږید او زیاته يې کړه: د اوبو رسولو دولتي شرکت مجهز کول په نړیوالو عصري ټکنالوژۍ یو زمونږ له موخو څخه دي او د ټاکل شوي استازي له لورې د مختلفو نویو او معیاري سیستمونو معرفي به په دې برخه کې زمونږ ښه رهنما وي.