SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو دولتي شرکت اجرایوي کمیټې ناسته...



د اوبو رسولو دولتي شرکت اجرایوي کمیټې ناسته

1402-09-20


د ورځنیو چارو د ښه ترسره کولو، د مدیریتي سیستم نویو کولو، د شرکت ستونزو او ننګونو د حل په موخه، د شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي په مشرۍ،اجرایوی کمیټې محترمو غړیو، مرکزي رئیسانواو امرینو په حضور کې د اجرایوي کمیټې غونډه ترسره شوه،

د یادې جلسې په پیل کې ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي وویل پر وخت د چارو نه ترسره کیدل  د ستونزو اساسي بنسټ دی، او زیاته یې کړه : د معیاري سیستم او عصري ټکنالوژۍ کارول د چارو په چټکتیا کې مهم رول لوبوي، چارو ته وده ورکول د شرکت ډیټابیس نوی کولو ته باید لومړیتوب ورکړل شي،

همدارنګه د شرکت لوی رئیس زیاته کړه: د ریاستونو میاشتني او درې میاشتني راپور کاري بلانونه باید مبتکرانه وي، نوي او د امکان وړ وي، له تکراري، ضعیف او غیر عملي پلانونو باید ډډه وشي.

د ناستې په دوام کې د اجرایوي کمیټې محترمو غړو، د شرکت مرکزي رئسیانو او امرینو په ترتیب د کارمندانو د ظرفیت لوړونې، قراردادي شرکتونو،  د فاضله اوبو غیر متمرکزه تصفیه خانو منځته راوړلو، او د فاضله اوبو د مسلکي انجنیرانو او سافتویر دیپلوپر استخدام په اړه وغږیدل، د بحث او تبادل نظر وروسته هر اړخیز تصمیمونه ونیول شول او د شرکت رهبرۍ مقام له لورې اړینې لارښونې وشوې