SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د ښاري اوبو رسولو دولتي شرکت اجرايوي کميټې ن...



د ښاري اوبو رسولو دولتي شرکت اجرايوي کميټې ناسته ترسره شوه

1402-10-24


د شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنير نعمت الله احمدي په مشرۍ د شرکت  اجرايوي کميټې محترمو اعضاوو مرکزي رئیسانو او امرينو په ګډون د اجرايوي کميټې غونډه ترسره شوه.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د کاري پروسې چټکتيا په اړه د تاکيد تر څنګ زياته کړه؛ د ستونځو لمنځه وړلو او خنډونو ته د رسيدنې په موخه لنډمهاله، منځمهاله او اوږد مهال پلانونو طرحه کول د هر مسؤل ورځينۍ دنده ده؛ نو بناً په توليدي مراکزو او شعبو کې د مصارفو او په ځانګړي توګه د برښنا انرژۍ  کنټرول، د جایدادونو تشخیص، تصفيه او ساتنه او همدارنګه د عوايدو کچې لوړول مسؤليت پذيري غواړي.

او په دوام کې ګمارل شوې کميټې د شپږ زونونو، زرنج اوبو رسولو ریاست، دويمي او دريمي واحدونو، د دريمې ربعې او ورستيو درې اونيو د تجارتي څانګې مفصل راپور وړاندې کړ، چې د رهبرۍ مقام، اجرايوي کميټې غړيو او د مجلس ګډونوالو له لورې تر تحليل او تجزيې لاندې ونيول شو،

او په پای کې د د کميټې محترمو غړيو  له لورې د متفرقه موضوعګانو لکه د کارمندانو کلنۍ ارزونه، د راپور ورکونې پلان جوړونې په چارو کې چټکتيا، او د لمريزې برښنا د تولید په اړه د نظرونه تبادله او هر اړخيزې پريکړې وشوې.