SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو دولتي شرکت سره د سره صلیب د بشري...



د اوبو رسولو دولتي شرکت سره د سره صلیب د بشري مرستو د دوام او همغږۍ غونډه

1402-10-26


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د سره صلیب نړیوالې کمیټې له استازو سره وکتل.

یاده ناسته چې په انلاین او حضوري بڼه ترسره شوه؛ لومړی د اوبو رسولو لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د سره صلیب د دفتر له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ د شرکت د اړتیاوو، ستونځو، او حل لارو په اړه وغږید او زیاته یې کړه: مونږ په نړۍ کې د اقلیم د بدلون شاهدان یو، چې د یادو بدلونونو په ترڅ کې افغانستان هم د اوبو له اړخه اغیزمن شوی دی.

همدا رنګه د شرکت لوی رئیس زیاته کړه: د ځمکې لاندې اوبو له زیرمو څخه ګټه اخیستنه د دې لامل شوي چې د ځمکې لاندې د اوبو کچه ټیټه شي، مونږ اړ یو چې له دې وروسته د سطحي اوبو په انتقال کار وکړو چې یاد کار لوړ لګښت غواړي.

په پای کې د سره صلیب استازي ښاغلي سمیر الیاس، کپیل پرودهن او براه، په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت سره د یادې کمیټې د همکارۍ په اړه لنډ راپور وړاندې کړ، او په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې د سره صلیب د همکاریو د لمړیتوب په اړه معلومات ورکړل او ژمنه يې چې یاده کمیټه به په روان کال کې هم د اوبو رسولو دولتي شرکت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.