SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د جلال آباد ښار د اوبو رسولو د پروژې پرانیستنه

1402-11-04


د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د اوبو رسولو پروژه د ختیځ زون د اوبو رسولو رييس، د دې ولایت د دولتي ادارو مسوولینو او استازو، متنفذینو، مشرانو او ځینو اوسېدونکو په شتون کې انجنیر نعمت الله احمدي رسماً پرانیسته او ګټې اخیستنې ته یې وسپارله.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رییس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د یادې پروژې په پرانیستنه کې د پاکو صحي اوبو دکارولو په څرنګوالي خبرې وکړې، له هېوادوالو یې وغوښتل چې د اوبو په سپما او پر وخت یې د لګښت په پرې کولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.

همدارنګه د شرکت لوی رییس د پروژې د جزیاتو په اړه معلومات وړاندې کړل ویې ویل: دا پروژه په ټولو وسایلو سمبال شپږ پمپ سټېشنونه له شپږو کلورایزیشنونو سره لري، چې د (۴۲) میلیونه افغانیو په لګښت د یونیسف محترم دفتر په ملاتړ او د کوار مووسسې په ملتیا پلې او بشپړه شوه، چې ورسره څه باندې (۵۶۰۰۰) مشترکین له صحي اوبو څخه برخمن شوي دي.

په پای کې د شرکت لوی رییس ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د ګاونډیو ولایتونو لکه کونړ او نورستان اوسېدونکي هم د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمن شي.