SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت تولی...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت تولیدي او توزیعي مراکزو د سولري کولو پروژې پرانستنه

1402-11-08


د کابل ښار  ښاریانو ته د اغیزمنو خدمتونو وړاندې کولو په موخه  کابل ښار کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د اوبو د تولید او ویش شپږ مرکزونه د لمریزې انرژۍ د تولید په سیستمونو سمبال شول.

کابل ښار کې د اووه حلقه څاه کانو او یو لفټ سټیشن د سولري کولو پروژه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي له لورې، د کابل زون رئیس، مخورو او د خواجه رواش ښارګوټي محترمو اوسیدونکو په حضور کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د اقلیمي بدلون په سیمه او په ځانګړې توګه زمونږ په هیواد کې د هغې د پام وړ اغیزو په اړه خبرې وکړې او څښاک د صحي اوبو په سپما او سمې استفادې یې ټینګار وکړ.

دغه راز د پروژې د پرانستې پرمهال  د شرکت لوی رئیس د یادې پروژې د جزیاتو په اړه معلومات ورکړل او زیاته يې کړه: د ۱۶۳۵ سولر تختو په کارول سره به 874 کیلوواټه بریښنا تولید چې څښاک د صحي اوبو د تولید او ویش په برخه کې به ترې ګټه پورته شي.

د یادونې وړ ده چې دغه پروژه د ۷۲ ملیونه افغانۍ په لګښت پلی شوی او په کابل ښار کې به (۱۴۰۰۰) څخه زیات هیوادوال ترې  ګټه پورته کړي.