SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی ریاست د اجرایوي کمیټې غونډه ترسره شوه

1402-11-10


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د اجرایوي کمیټې غونډه  د ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي په مشرۍ د اجرایوی کمیټې محترم غړو، مرکزي رئیسانو او امرینو په حضور د شرکت په مقر کې ترسره شوه.

د غونډې په پيل کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د مرکزي رئیسانو د ورځنیو کړنو د پلان او راپور ورکولو په اړه خبرې وکړې او د پلانونو پر وقت تطبیق یې ټینګار وکړ.

په دوام يې د دفتر لوی امر ښاغلي احمد شاه ضفر د غونډي د مسؤلینو له خوا د تیری غونډې د پریکړو د تطبیق په اړه لنډ راپور وړاندې کړ.

همدا رنګه د یادې کمیټې مسؤلینو د شرکت په کچه د کمیټې د فعالیتونو، لاسته راوړنو او د عوایدو د څرنګوالي په اړه مفصل راپور وړاندې کړ.

په غونډه کې د ترانسپورتي اسنادو تنظیم،قراردادونو، د مامورینو د مجازاتو او مکافاتو او د اوبو رسولو پروژو په اړه خبرې وشوې او د اجرایوی کمیټې غړو له لورې اړین تصمیمونه ونیول شول.