SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د کندهار لویې ویالې پروژې د کار له جریان څخه ...



د کندهار لویې ویالې پروژې د کار له جریان څخه لیدنه

1402-11-15


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رییس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي، د شرکت عملیاتي رییس، حقوقي سلاکار، د دعوت او ارشاد ریاست تدریسي آمر او د نشراتو او عامه اړیکو آمر په ملتیا، د کندهار لویې ویالې پروژې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

د شرکت لوی رییس د یادې پروژې څخه د لیدنې پر وخت د کاري بهیر په چټک کولو تاکید وکړ او دا پروژه یې د کندهار ښار اوسېدونکو لپاره خورا ارزښتمنه وبلله.

همدارنګه د شرکت لوی رییس د پروژې کاري بهیر چټک کولو اړوند نظریاتو او وړاندیزونو د اورېدو تر څنګ وویل: د ستندرد پلي کول، په ټاکلي وخت کې د کار بشپړول او روڼتیا او صداقت د یوې سمې پروژې له معیارونو څخه دي، چې په دې برخه کې به موږ له هېڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونه کړو.

د یادونې وړه ده، چې د کندهار ښار لویې ویالې پروژه، ۱۱۱ کیلومتره د اوبو رسولو شبکه او د لویې ویالې سیمې انتقالي پایپ، یوه ۳۱۰۰ متر مکعبه ځمکنۍ ذخیره، یوه ۱۵۰ متر مکعبه ارتفاعي ذخیره، یوه د پمپ سټېشن ودانۍ، د جنراتور لپاره یوه خونه، د ساتونکو لپاره یوه خونه، یو اداري تعمیر، د شپږو څاه ګانو کېندل، د څاه ګانو لپاره شپږ خونې او د یادو تاسیساتو د ساتنې په موخه چارچاپېره دېوال رانغاړي، (۵۵۰۰۰) مشترکین به د اوبو رسولو خدمتونو تر پوښښ لاندې راولي چې څه‌باندې (۴۵۰ میلیونه افغانۍ) لګښت ورباندې راځي.