SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | لوی رئیس: بروکراسي محدوده کړئ؛ په فعالیتونو ...



لوی رئیس: بروکراسي محدوده کړئ؛ په فعالیتونو کې ځنډ د منلو وړ ندی.

1402-11-23


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د شرکت اجرایوي کمیټې په غونډه کې چې اوبو رسولو شرکت په مقر کې جوړه شوې وه وویل: د سوداګریزو چارو د چټکتیا په موخه باید بروکراسي او کاغذ پراني محدوده کړل شي.

همدارنګه د شرکت لوی رئیس د قراردادي شرکتونو په اړه د پریکړو پر وخت تطبیق، د مکتوبونو سمون، د داغمه توکو د ترمیم او ګټې اخیستنې په اړه لازمې لارښونې وکړې.

د ناستې په دوام کې د شرکت اجرایوي کمیټې محترمو غړو په اجنډا کې د شاملو موضوعګانو(چاپیریال ساتنې، قراردادونو....) په اړه د نظرونه تبادله کړل، لازمې لارښونې  او هراړخیزې پریکړې ونیول شوې.