SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



اوبو رسولو امارتي شرکت کې د خارجي پلټنې ټیم دکار پيل

1402-12-05


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د مالي بلانسونو د پلټنې په موخه د شرکت په مقر کې د رهبرئ مقام، مالی او اداري،تجارتي، عملیاتي او تدارکات رئیسانو په کډون د خارجي پلټنې له استازو سره ناسته ترسره شوه.

ټاکل شوې ده چې د آمو الک او اشورنیس کابل کمپنۍ د ۲۰۱۴ زیږدیز څخه تر ۲۰۲۳ کال مارچ تر میاشتې پورې د اوبو رسولو شرکت ټول زونونه او دوهمي واحدنونه موجودي او بررسي کړي، او د خپلو موندنو پایلې د شرکت لوی ریاست سره شریک کړي.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د اوبو رسولو مسؤلینو له لورې د پلټنې ټیم سره د هراړخیزي مرستي د ډاډ ورکولو ترڅنګ زیاته کړه: له بده مرغه د ۲۰۱۴ زیږدیز کال څخه تر دې دمه د اوبو رسولو امارتي شرکت په سمه توګه د نړیوالو شرایطو او معیارنو سره سم ندی ارزول شوی، خو له نیکه مرغه د اوبو رسولو مسؤلینو له دوامداره هڅو وروسته، ټاکل شوې ده چې د خارجي پلټنې ټیم یاد مسؤلیت پر غاړه واخلي.