rtl
1402-12-13
د اجرايوي کميټې ناسته د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت کې، د ښاغلي
انجنير نعمت الله احمدي په مشرۍ د شرکت اجرايوي کميټې غړيو، مرکزي رئیسانو او
امرينو په ګډون ترسره شوه.
د شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي په ياده ناسته کې د
کارمندانو مسوليتونو او صلاحیتونو په اړه وغږید او زياته يې کړه: هر کارمند په خپل
وار سره د کاري پروسې د ودې اجرايوي واک لري؛ نو بنا ډيری نوښتونه او نوې طرحې
کاري پروسه کې رامنځته کيږي.
همدا رنګه د شرکت لوی رئیس د نويو چارو د چټکتيا لپاره صداقت اړين وباله او
زياته يې کړه: کړنې بايد په معین وقت کې ترسره شي.
په دوام کې د اجرايوي کميټې غړيو د اجنډا شامل( طلبات، مقرریو، قرارداديانو
او مالي اداري مطالبو) موضوعاتو په اړه بحث، د نظر تبادله او اړين تصمیمونه ونيول ، په پای کې د شرکت لوی
رئیس له لورې لازمې لارښوونې وشوې.