rtl
1403-04-10
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د شرکت په اجرایوي غونډه کې هیوادوالو ته د اوبو رسولو خدمتونو وړاندې کولو برخه کې د دغه شرکت د رغنده فعالیتونو د ستاینې په ترڅ کې مثبتې کړنې لازمي وبللې، او زیاته یې کړه: هره ورځ چې تیریږي د پرمختګ او نوښت لپاره خورا ښه فرصت کیدی شي. له همدې امله باید اغیزمنو او غوره خدمتونو وړانې کولو لپاره هره ورځ یو مثبت ګام واخیستل شي.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرایوي کمیټې غونډه د مرکزي رئیسانو او امرینو په ګډون د شرکت په مقر کې جوړه شوه.
د غونډې ګډونوالو په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو لکه ( د پورونو او د اوبو د صرفیه لاسته راوړلو څرنګوالی په ځانګړې توګه زرنج او کندهار زونونو کې، خارجي مفتشینو ته د اسانتیاوو برابرول، د پیرودونکو ستونزو ته پروخت رسیدګي او د لمنځه تللیو شبکو د تعویض په اړه) د نظرونو تبادله، هر اړخیزې پریکړې او رهبرۍ مقام له لورې اړینې لارښونې وشوې.