rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



لوی رئیس: د ستونزو له پامه غورځول د حل لاره نده؛ باید ستونزې او خنډونه لمنځه یوسو!

1403-07-11


د روان ۱۴۰۳ کال د لومړیو شپږ میاشتو د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت د کړنو او لاسته راوړنو ناستې په دوهمه  ورځ د کندز او مزارشریف زونونو د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه مفصل راپور وړاندې کړل شو.

د ناستې په دوام د ښاري اوبو رسولو شرکت د مالي او ادارې چارو رئیس ضیاءالحق همتی د پرزنټیشن په وړاندې کولو سره د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د زونونو د ضعف او قوت نقطې په نښه او همدارنګه د بهرنۍ پلټنې موندنې یې د غونډې ګډونوالو سره شریکې او د یادو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.

د یادې دوه ورځنۍ ناستې په پای کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم څرګنده کړه: هیوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو په لاره کې د ستونزو او ننګونو حل باید د ټولو زونونو کاري لومړیتوب وي، او د لوی ریاست مسؤلین به هم په دې برخه کې تاسو سره ملګري وي.

له زونونو سره د دوهمي واحدونو لازیاته همغږي، د مالي او اداري چارو تنظیم او چارې پر ټاکلي وخت سرته رسول، د اوبو له سرچینو څخه غوره ګټه اخیستنه، اخلاص ریښتینولي او مسؤلیت منل له هغو مواردو څخه وو چې د شرکت لوی رئيس پرې تأکید وکړ او زیاته یې کړه: کوچنۍ ستونزه هم باید له پامه ونه غورځول شي، بلکې باید له ستونزو سره مخ او پرې برلاسي شو.