rtl
1403-07-15
شمال زون ته دسفر په لومړۍ
ورځ د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس مولوی غلام الرحمن «کظيم » د سمنګان ولايت د ښاري اوبو رسولو له
آمريت څخه ليدنه ترسره کړه.
په دغه ليدنه کې د سمنګان
ولايت د ښاري اوبو رسولو آمريت کارمندانو د ښه راغلاست د ويلو ترڅنګ د دغه آمريت
لاسته راوړنې، کاري راپورونه، وړانديزونه او ستونزي شرکت د لوی رئیس سره شريک کړل، چې د ښاغلي رئیس
له لوري ورته ستونزو او وړاندیزونو ته د رسېدو ژمنه ورکړل شوه.
ورپسې د شرکت لوی رئیس ښاغلي
مولوي غلام الرحمن کظيم د سمنګان ولايت د رهبرۍ مقام سره وليدل او د ښاري اوبو
رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د خدماتو د وړاندې کولو، د اوبو رسولو د شبکو د ساتنې
او د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت سره د لا ښي همغږۍ او مرستې غوښتنه يې
وکړه.
چې د ليدنې په دوام يې د
سمنګان ولايت د والي ښاغلي مولوي شعيب رسالت په ملتيا د سمنګان ولايت د اوبو رسولو
د انتقالي پروژې څخه ليدنه وکړه.
د سمنګان والي ښاغلي
مولوي شعيب رسالت اوبو رسولو د شبکو ساتنه، پراختيا او خدمات د سمنګان د ولس لپاره
حياتي وبلله او بالخصوص د اوبو رسولو د انتقالي پروژې څخه د ساتني ژمنه يې وکړه.