rtl
1403-08-15
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت د فاضلابو د چارو رئیس ښاغلي انجنیر فایق الله جمال د کابل ښار
د ککړو اوبو تصفیه خونې د نړیوالو پیژندل شویو معیارونو سره د موازي کولو په موخه
د یادو تصفیه خونو له مسؤلینو سره وکتل.
په دې کتنه کې د ټرسټ لاین،
ګرین روټ او نوي صفا د تصفیه خونو مسؤلینو د فاضلابو د چارو رئیس او تخنیکي ټیم ته
د زیربنایی سیستمونو نقشې وړاندې کړلې.
په دوام کې د فاضلابو د
چارو رئیس ښاغلي انجنیر فایق الله جمال د خصوصي سکتور پر وړاندې ددې ریاست د مسؤلیتونو
بیانولو ترڅنګ زیاته کړه: مونږ د خصوصي سکتور سره همغږي یو خو په دې صورت چې پانګه
وال د نړیوالو معیارنو او په ځانګړي ډول د فاضلابو تصفیه خونې د نړیوال پارامتر معیار
سره مطابقت ولري.
همدا رنګه د شرکت د
فاضلابو د چارو رئیس زیاته کړه: د دې ریاست د تخنیکي ټیم حضوري ارزونې ته په کتو یادې
اوسنۍ تصفیه خونې د منلو وړ ندي باید ژر تر ژره یې ستونزې حل شي، د ستونزو د نه حل
کیدو په صورت کې به يې فعالیتونه ودرول شي.