rtl
1403-08-15
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس مولوی غلام الرحمن «کظیم» د سره صلیب نړیوالې کمیټې
له استازو سره د لا ښې همغږی او د شرکت د اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ۲۰۲۵ میلادي
کال لپاره د هوکړه لیک په چوکاټ کې غونډه ترسره کړه.
د شرکت لوی رئیس ښاغلي
مولوي غلام الرحمن «کظیم په لومړي سر کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د تیر کال له
دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او د هغوی
د لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږدمهاله پلانونو او په راتلونکې کال کې یې د شرکت د اړتیاوو
په اړه معلومات وړاندې کړل.
د ناستې په دوام د سره صلیب
نړیوالې کميټي د اوبو او مسکن برخې همغږي کوونکې اغلې «ورونیکا ویبر» د دوه اړخیزه
هوکړه لیک د ۲۰۲۵ میلادي کال لپاره په یو دوه اړخیزه هوکړه لیک خبري وکړي او ژمنه یې
وکړه چې دغه بنسټ به راتلونکی کال د اوبو په برخه کې د کارمندانو د ظرفیت لوړونې
او نورو اړتیاوو په برخه کې جدي توجه وکړي.