rtl
1403-10-25
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس مولوي غلام الرحمن کظیم د دې ریاست په مقر کې د کډوالۍ
نړیوال سازمان له استازو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د شرکت لوی
رئیس د دې شرکت د کړنو، لاسته راوړنو او هیوادوالو ته د خدماتو د وړاندې کولو په اړه
معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د اوبو رسولو امارتي شرکت په ۲۲ ولایتونو او
۱۱ ولسوالیو کې فعالیت لري او هوډ لري چې خپلې چوپړتیاوې د هیواد ټولو ولایتونو ته
پراخې کړي.
د ناستې په دوام کې د کډوالۍ
نړیوال سازمان IOM)) د اوبو او روغتیا ساتنې د پروګرام همغګې کوونکې آغلې بیسام
برزک؛ کډوالو او کورنیو پېځایه شویو ته د اوبو رسولو چوپړتیاوو وړاندې کولو په اړه
وغږیدله او وعده یې وکړه چې هیوادوالو ته د څښاک اوبو رسولو په برخه کې به د اوبو
رسولو ریاست سره مرسته کوي.
ټاکل شوې چې په راتلونکې
ناسته کې به په مرکز او ولایتونو کې د اوبو رسولو پروژو په اړه په تفصیل خبرې وشي.