rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



ډیر ژر به د دایکندي ولایت اوسیدونکې د څښاک پاکو اوبو څخه برخمن شي

1403-11-17


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن «کظیم» د دایکندي ولایت والي ښاغلي مولوي نجیب الله «رفیع» سره په لیدنه کې وویل: د دايکندي ولايت په نيلي ښار کې د اوبو رسولو خدمتونو د وړاندې کولو سروې چارې بشپړې شوې او د ډيزاين چارې یې ٩٠ سلنه بشپړې شوې دي.

د اوبو رسولو شرکت اجرائیوي رئیس زیاته کړه: د اوبو رسولو امارتي شرکت د کاري پلان مطابق، د نیلي ښار د اوبو رسولو پروژي د کار تطبیق په ډیر ژر شروع شي، او د دې ولایت اوسیدونکې به د څښاک پاکو اوبو څخه برخمن شي.

په دوام یې د دایکندي ولایت والي ښاغلي مولوي نجیب الله «رفیع» د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت مسؤلینو د دوامداره هلو ځلو او کوښښونو چې هیوادوالو ته یې چوپړتیاوي وړاندې کړي مننه وکړه او زیاته یې کړه: دایکندي ولایت د هېواد یو له محرومو ولایتونو څخه دی چې عامه خدمتونو په ځانګړې توګه د اوبو رسولو خدمتونو ته اړتیا لري.

په اخیر کې د اوبو رسولو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د دایکندي ولایت مقام ته ژمنه ورکړه، چې د اوبو رسولو پروژې د تطبیق چارې به ګړندۍ کړي.