rtl
1403-12-01
د
ا.ا.ا ریاست الوزرا لوړ مقام د 4565 شمیره حکم په اساس ښاغلی مولوي سمیع الله
نورستانی د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اداري رئیس په توګه د دې شرکت
اجرايوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم له لورې د اسلامي امارت یو شمیر
چارواکو او دې شرکت د مرکزي رئیسانو او آمرینو په حضور د یوې ناستې په ترڅ کې
کارکوونکو ته وروپیژندل شو.
د یادې
ناستې په پيل کې د شرکت اجرايوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د اسلام مبارک
دين کې د امانتدارۍ د اهمیت په اړه وغږید او زیاته یې کړه: ټولې دندې چې د اسلامي
امارت له لورې مونږ ته راسپارل کیږي په حقیقت کې یو امانت دی، او د الله تعالی له
لورې نوي ټاکل شوي اداري رئیس ته په دې امانت کې د پوره اخلاس او بریالتوب دعا غواړو.
د
ناستې په دوام کې نوي ټاکل شوي اداري رئیس ښاغلي مولوي سمیع الله نورستاني د ریاست
الوزرا مقام او د شرکت اجرایوي رئیس د اعتماد او ښه نیت څخه مننه وکړه، او ژمنه یې
وکړه چې چې د چارو انسجام او ښه والي کې به خپل هیڅ ډول زیار او کوښښ ونه سپموي.
د یادونې
وړ ده چې د اداري رئیس معرفي کولو ترڅنګ، ښاغلي مولوي وحیدالله همدرد د املاکو او
محاسبې آمر په توګه او ښاغلی محمد ابوبکر د اداري لوی مدیریت د مدیر په توګه معرفي شو.