rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



په ټولو وزارت خانو او امارتي ادارو کې د فاضلابو تصفیه خونو جوړول

1403-12-05


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرایوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم په ټولو وزارت خانو او امارتي ادارو کې د فاضلابو د غیر متمرکزه تصفیه خونو جوړیدو په اړه د ا.ا.ا د ریاست الوزرا محترم مقام د حکم د تطبیق د څرنګوالي په اړه د اوبو رسولو زونونو رئیسانو سره پرلیکه ناسته ترسره کړه.

په یاده ناسته کې د شرکت اجرایوي رئيس د چارو په چټکتیا ټینګار وکړ، او د زونون رئیسانو سره یې ژمنه وکړه چې په لنډ وخت کې به د فاضلابو چارو د تنظیم په برخه کې د هیواد د ټولو زونونو اړتیاوو ته رسېدنه وشي.

په دوام یې د اوبو رسولو زونونو رئیسانو د فاضلابو د چارو په برخه کې د خپلو لاسته راوړنو او کړنو په اړه لنډ راپور د شرکت رهبرۍ مقام سره شریک کړ.

په پای کې د شرکت د فاضلابو چارو رئیس ښاغلي انجنیر فایق الله جمال د پرزنټیشن په وړاندې کولو سره د فاضلابو د غیر متمرکزه تصفیه خونو د ډولونو، سیستمونو او د جوړولو د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل.